د چين او پاکستان د خبري رسنيو پلاوي د دواړو خواوو په اقتصادي دهليز کې د بنسټيزو تاسيساتو له تر ټولو لويې پروژې يعنې د پېښور او کراچۍ ترمنځ د عمومي سړک له سوکار څخه تر ملتان پورې برخې څخه ليدنه وکړه. دغه پروژه د پي کې ام (PKM)پروژه نومېږي. د پاکستان د دولتي ټلويزيون (PTV)، د ايکس پريس (Express) په نوم ورځپاڼې، د اې ار وای ټلويزيون (ARY)، اچ يو ام ټلويزيون (HUM) او ۱۹۲ چينل راډيو په شمول لسګونو پاکستاني رسنيو د دغې پروژې لوړه ستاينه وکړه.
د پاکستان د نيوز ورځپاڼې خبريال عبيد ابرار وويل، د پي کې ام سړک په جوړېدو سره به د ملتان او سوکار د دواړو ښارونو ترمنځ ترافيکي مزل ډېر کمېږي، په دې توګه به ځايي اقتصادي سمسورتيا او تعليمي پرمختګ ډېره وده وکړي او دا به د ځايي وګړيو د ژوند د ښه والي لپاره ګټوره وي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |