د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي ستېشن د خبر له مخې، د اګيست پنځمه نېټه په ايران کې د خبريالانو له ورځې سره برابره وه. د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، هغه يوه موده مخکې له نيويارک څخه د ليدنې په وخت کې د امريکا د حکومت بلنه تر لاسه کړه چې په سپينه مانۍ کې خبرې اترې وکړي او ور ته وويل شول چې که دغه بلنه و نه مني، نو په دوو اوونيو کې به د امريکا لخوا ورباندې بنديزونه ولګول شي.
جواد ظريف په دغه ناسته کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون د ايندې، د ايران لخوا د دې تړون د پلې کېدو تدبيرونو د درېيم ګام، د فارس خليج د ترينګلې اوضاع او د افغانستان د ملي روغې جوړې د بهير په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |