د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د اګيست په ۵مه نېټه وويل، د منځني واټن د بالستيک توغنديو له تړون څخه د امريکا وتل بېلا بېلو خواوو ته ستر کواښ رسولی، روسيه به د څو ډوله توغنديو په کارولو سره له دغه ګواښ سره مقابله وکړي او د امريکا لخوا د منځني او لنډ واټن د باليستيک توغنديو د نصبېدو عمل ته به ځوابي تدبيرونه ونيسي.
پوتين په همدې ورځ په مسکو کې د روسيې د فيدرالي امنيتي کنفرانس له څو دايمي غړو سره په يوه غونډه کې وويل، امريکا په يواړخيزه توګه له ياد تړون څخه وتلې او بېلا بېلو خواوو ته يې سخت ګواښ رسولی. امريکا بايد د دې کار بشپړ مسووليت پر غاړه واخلي. هغه د روسيې د دفاع او بهرنيو چارو له وزارتونو او د بهرنيو مالوماتو له رياست څخه وغوښتل چې د منځني او لنډ واټن باليستيک توغنديو د څېړنې او انکشاف، توليد او نصب په برخو کې د امريکا ګامونو له نږدې وڅاري او روسيه به د امريکا د دې اقدام پر وړاندې ځوابي تدبيرونه ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |