CRI Online

د ايران د نفتو د صادراتو تضمين د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون د ساتلو بنسټيزه کرښه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-06 19:02:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د اګيست په ۵مه نېټه وويل، ايران هره ورځ د دوو مليونو اته لکو بېلرو اومو نفتو د صادرېدو تضمين غواړي او دا د ايران لخوا د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون د پلې کېدو بنسټيزه کرښه ده.

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د وزير جواد ظريف په قول خبر ورکړ، ايران هيله لري چې ذروي تړون وساتي او غواړي په دوامداره توګه دغه تړون پلی کړي، خو په دغه تړون کې نور لاسليک کوونکي هم بايد اغېزمن تدبيرونه ونيسي. د ايران د نفتو صادرات بايد بېرته د ۲۰۱۸ کال په مې مياشت کې د امريکا لخوا له دې تړون څخه د وتلو د اعلانېدو د وخت انډول ته ورسېږي، دا د ايران له خوا د دغه ذروي تړون پلی کولو ته د دوام ور کولو بنسټيزه کرښه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای