د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي وياند سټيفان دوجاريک د اګست په پنځمه نېټه وويل، چې م م د کشمير د حالاتو ترينګتيا ته ډېره پاملرنه کوي او هيله لري چې اړوندې خواوې خپلې سړې سينې وساتي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، م م خبر تر لاسه کړی چې د هند حکومت په اساسي قانون کې د دغه هېواد تر کنترول لاندې د کشمير سيمې خاص مقام لغوه کړی. همدارنګه، په هند او پاکستان کې د م م نظامي کتوونکي ګروپ هم مقر ته په کشمير کې د کنترول کرښې تر څنګ د دواړو هېوادونو لخوا د سرتيريو د زياتوالي حالات وړاندې کړي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |