CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هغې پوښتنې ته ځواب ورکړ چې چين د امريکا د مالي وزارت لخوا د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو په لېست کې شامل شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-07 09:51:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په شپږمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې هغې پوښتنې ته ځواب ورکړ چې چين د امريکا د مالي وزارت لخوا د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو په لېست کې شامل شوی دی.

نوموړې وويل، چې د چين ولسي بانک د امريکا د دغه عمل په اړه يوه اعلاميه خپره کړې ده. امريکا د رښتيا سره سره د تش په نوم د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو په اړه خپل ميعار ټاکلی او په بې دليله توګه يې په ياد لېست کې د چين نوم شامل کړی دی. وروسته تر دې چې امريکا د اګست په لومړۍ نېټه د۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو د اضافې تعرفو لګول بيان کړل، دا د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې جګړې د سختېدو يو بل سبب دی.

هوا چون ينګ وويل، د چين د پيسو د تبادلوي ارزښت نظام په بازار کې د تهيې او تقاضا ترمنځ د روابطو پر اساس د پيسو د يوې جامعې تګلارې له مخې ټاکل شوی او پلی شوی دی. د دغه نظام په چوکاټ کې د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت په بازار کې د تهيې او تقاضا د روابطو لخوا ټاکل کېږي، نو د دغه ارزښت د کنترول مسئله نه شته. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای