CRI Online

 د اسيا او اروپا شورا د لوړ پوړيو اسيايي چارواکو غونډه په چنګ دو ښار کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-07 09:59:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا او اروپا شورا د لوړ پوړيو اسيايي چارواکو غونډه د چين د غوښتنې له مخې د اګست په شپږمه نېټه د چين د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې تر سره شوه. د ۲۱ اسيايي هېوادونو او د جنوب ختيځې اسيايي هېوادونو ټولنې د لوړ پوړيو استازو په ياده غونډه کې ګډون درلود. د چين د بهرنيو چارو وزارت معين ما جاو شيو د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

هغه په خپله وينا کې وويل، چې د اسيا او اروپا شورا د دواړو لويو وچو په قلمرو کې د حکومتونو ترمنځ د ډيالوګ او همکارۍ ډېره لويه صحنه ده. د اسيا او اروپا بېلا بېلې خواوې، په تېره بيا د اسيا غړي دې د اوسنيو نړيوالو حالاتو پر وړاندې د يووالي په پياوړتيا سره څواړخيزه غوښتنه وساتي، د نړيوال اقتصاد ورخلاصون دې پياوړی کړي، متقابل تګ راتګ او پيستون دې ټينګ کړي، د دغه شورا د لا ښه پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي، څو د اسيا او اروپا د بېلا بېلو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي.

نوموړي زياته کړه چې سږ کال د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی. چين به په مداومه توګه په هره ساحه کې اصلاحات ژور کړي او ورخلاصون به پراخ کړي، څو نړۍ ته لا زيات همکاريز فرصتونه برابر کړي او د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د بشري ګډ برخليک ټولنه اباده کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای