CRI Online

لا زيات هېوادونه د چين او عربي هېوادونو ترمنځ نندارتون ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-07 10:34:31

د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د څلورمې دورې نندارتون درېيمه خبري غونډه د اګست په شپږمه نېټه د چين د نينګ شيا د هوی قوم کورواکې سيمې په مرکز اين چوان ښار کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې خبر ورکړل شو چې د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ او نوښت د توليداتو نندراتون به د ياد نندارتون په ترڅ کې تر سره شي. د عربي هېوادونو او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او سيمو په شمول به د ۵۱ هېوادونو او سيمو حکومتي ارګانونه، سوداګريزې ټولنې او تصدۍ پکې برخه واخلي.

د معلوماتو له مخې، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د څلورمې دورې نندارتون به د سپتمبر له ۵مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې په اين چوان ښار کې تر سره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای