د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هانکانګ پوليس د دغې سيمې د ټولنيز نظم د ساتونکو په توګه ، له څو ورځو راهيسې له بېلابېلو فشارونو سره مخ شوي ،خو دوی لاهم خپلو مسؤليتونو ته دوام ورکوي او خپلې دندې ترسره کوي. د دې لپاره په هانکانګ کې ټولو برخو د دوی له کوښښونو څخه مننه څرګنده کړه. دوی په خپله خوښه د پوليسو مرکزونو ته تللي ترڅو پوليسو ته د مېوو جعبې او مننلکونه ورسوي. بر سېره پر دې دوی هم په انټرنيتي ټولنيزه شبکه کې پوليس هڅوي او له پوليسو څخه يې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |