CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين د مصر په قاهره کې د ترهګريز بريد سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-07 10:50:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګست په ۶مه نېټه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل چې چين د مصر په قاهره کې د ترهګريز بريد په کلکه غندنه وکړه ، د وژل شويو کسانو په اړه يې خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه او ټپيانو او د وژل شويو کسانو خپلوانو ته يې د همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي دي.

پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۵مې نېټې په سهار د مصر په پلازمېنه قاهره کې ترهګريز بريد رامنځته شو چې له امله يې ۲۰ تنه وژل او ۴۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

وياندې هوا وويل چې چين له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او په ټينګه سره د هېواد د ثبات د ساتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د مصر د کوښښونو ټينګ ملاتړ کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای