CRI Online

د امريکا د پخواني مالي وزير په شمول يو شمېر اقتصادپوهان د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو په لېست کې د چين له شاملېدو سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-07 14:20:26

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د امريکا مالي وزارت د اګست په ۵مه نېټه د اقتصادي اصولو او د نړيوالو سازمانونو د ارزونو سره سره د پيسو د تبادلوي ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو په لېست کې د چين نوم شامل کړ. د امريکا د دغې پريکړې له اعلانولو وروسته د دغه هېواد د پخواني مالي وزير لاورينس ساميرس په شمول يو شمېر اقتصادپوهانو له دغه عمل سره مخالفت وکړ او څرګنده يې کړه چې د چين لخوا د دغه ارزښت د کنترول دليل نه شته.

ښاغلي لاورينس ساميرس د اګست په شپږمه نېټه په واشنګټن پوست ورځپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره د امريکا د مالي وزارت پر دغې کړنې نيوکه وکړه. په دغه مقاله کې ليکل شوي چې د بهرنيو اسعارو په بازار کې د لاسوهنې په شمول د زياتو عواملو له لحاظه، چين د دغه ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو معيار ته نه رسېږي. د امريکا دغه کړنه به د امريکا د مالي وزير سټېفن منوچين او دغه وزارت اعتبار ته زيان ورسوي او دا پرېکړه د نړيوالې ټولنې لخوا د منلو وړ نه ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای