د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د امريکا د کرنيز تجارت د اتحاديې رئيس زيپي دوالل د اګست په ۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د امريکا بزګران او د فارمونو خاوندان له چين سره د تجارتي اصطکاک له امله يو ځل بيا له سختو زيانونو سره مخامخ دي.
د امريکا حکومت څو ورځې مخکې اعلان کړی چې ښايي د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو نور ٪۱۰ ماليات ولګوي. چين دې ته اشاره کړې چې د امريکا دغه پريکړه په اوساکا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ له تر لاسه شويو ګډو نظريو څخه سرغړونه ده او د چين د دولتي شورا د ګمرکي مالياتو کميټه ښايي پر هغو امريکايي کرنيزو حاصلاتو اضافي تعرفې ولګوي چې د اګست له ۳مې نېټې نه وروسته يې له امريکا څخه اخيستي دي. همدارنګه، د چين اړوندو تصديو له امريکا څخه د کرنيزو حاصلاتو له اخيستلو څخه لاس اخيستی دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |