CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مصر په قاهره کې د ترهګريز بريد په اړه د دغه هېواد ولسمشر عبدالفاتح السيسي ته د خواخوږۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-07 16:52:33

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۶مه نېټه د مصر په قاهره کې د ترهګريز بريد په اړه د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د خواخوږۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ د خواخوږۍ په پيغام کې وويل چې په قاهره کې سخت ترهګريز بريد مرګژوبلې سبب شوی. زه د چين د حکومت او د خلکو په استازيتوب په خپل نامه په بريد کې مړه شويو کسانو ته ژور تعزيت مراتب څرګندوم، ټپيانو او د مړه شويو کسانو کورنيو غړيو سره خواخوږي کوم او هيله لرم چې ټپيان ژر تر ژره جوړ شي. چين د هر ډول له ترهګرۍ سره ټينګ مخالفت کوي او د دغه ترهګريز بريد سخته غندنه کوي. چين په مصر کې د خونديتوب او ثبات د ساتنې او د ترهګرۍ ضد په مبارزو کې د دغه هېواد له هلو ځلو څخه ټينګ ملاتړ کوي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای