CRI Online

ترکيې او امريکا د سوريې په شمالي برخه کې د امنيتي حوزې له جوړولو سره موافقه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-08 12:12:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د ملي دفاع وزارت د اګست په اوومه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ترکيې او امريکا د نظامي خبرو اترو پلاويو په همدې ورځ د سوريې په شمالي برخه کې د امنيتي حوزې له جوړولو سره موافقه وکړه.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې دواړه هېوادونه به ژر د ګډو عملونو يو مرکز جوړ کړي، څو د يادې حوزې د جوړولو د چارو همغږي وکړي. دغه حوزه به د يو سوله ييز دهليز په توګه اباده شي او خپلو کورونو ته د سوري پناه وړونکو د بېرته ستنېدو لپاره به مرسته وړاندې شي. خو په ياده اعلاميه کې د ياد پلان د پلي کولو مهالوېش نه دی په ډاګه شوی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای