د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، معيوبينو ته د پاملرنو او د ښو خدماتو په اړه د چين لومړی دولتي معيار به د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په لومړۍ نيټه پلی شي چې نوم يې دی: ( په کاري عمر کې د ذهنيت، روحي او بدني معيوبينو ته د لازمو پاملرنو او خدماتو مقررات).
د چين د معيوبينو د ټولنې، د ملکي چارو د وزارت، د بازار د څارنې د دولتي ادارې او د چين د معياري کېدو د اکاډمۍ په شمول يو شمېر څانګو د اګست په ۷مه نېټه په بېجينګ کې يوه ګډه خبري ناسته جوړه کړه او د يادو مقرراتو معلومات يې خپاره کړل. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |