CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د چين او ونزويلا ترمنځ د همکاريو په اړه د امريکا د څرګندونو پر وړاندې خبرداری ورکړی چې امريکا دې ژر تر ژره له اختلاف اچوونکو اقداماتو څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-08 12:16:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۷مه نېټه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې د ونزويلا مسئلې او د چين او دغه هېواد ترمنځ د همکاريو په برخو کې د امريکا له ځېنو خبرو سره مخالفت څرګند کړ.

نوموړې وويل، د امريکا خبرې ښکاره او په زور سره د ونزويلا په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده او د نړيوالو روابطو له اساسي اصولو څخه سرغړونه ده، نو چين ورسره ټينګ مخالفت کوي. دا حقيقت دی چې بنديزونه د ونزويلا مسئلې د حلولو لپاره هيڅ ګټه نه لري او د حالاتو لا ترينګلتيا سبب به وګرځي. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې په سمه توګه دې د ونزويلا مسئلې ته وګوري، د نړيوالو قوانينو درناوی دې وکړي، د ونزويلا د مختلفو ګوندونو ترمنځ د ډيالوګ له بهير څخه دې ملاتړ وکړي، د ونزويلا د خلکو لخوا د خپلې راتلونکې د ټاکنې په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي او سمدلاسه دې د نورو هېوادونو پر وړاندې د بر لاسۍ له کړنو څخه لاس واخلي.

هوا چون ينګ زياته کړه چې د ونزويلا مسئلې په اړه د چين دريځ دايمي او ښکاره دی. د چين او ونزويلا ترمنځ همکارۍ تل د متقابل درناوي، همکاريو، ګډو ګټو او سوداګريزو اصولو پر بنسټ تر سره کېږي، له قوانينو او قواعدو سره سمون خوري، د دواړو هېوادونو او خلکو لپاره ګټورې دي او پکې د نورو هېوادونو لاسوهنې ته اجازه نه شته. چين پر دې ټينګار کوي، که حالات هر څنګه بدل شي، د چين او ونزويلا ترمنځ همکارۍ به روانې وي. موږ له امريکا څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره د تاريخي تجربو ته په کتلو سره له اختلاف اچوونکو اقداماتو څخه دې لاس واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای