CRI Online

د چين خارجه وزارت د هانکانګ د حالاتو په اړه د امريکا د ځېنو پارلماني غړيو د خبرو غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-08 12:19:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۷مه نېټه د هانکانګ د حالاتو په اړه د امريکا د ځېنو پارلماني غړيو د غلطو تحريک اميزه خبرو غندنه وکړه. نوموړې وويل، چې هيڅ يو مسؤل حکومت به د زور زياتي او ناقانونه کړنو ته اجازه ورنه کړي. چين يو ځل بيا ځېنو امريکايانو ته خبرداری ورکوي چې سمدلاسه د هانکانګ په چارو کې دې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.

نوموړې پر دې ټينګار وکړ چې د چين مرکزي حکومت له دې څخه ټينګ ملاتړ کوي چې د هانکانګ د خاصې ادارې مشرې کاري لام تر مشرۍ لاندې حکومت د قوانينو له مخې چارې اداره کوي، د هانکانګ پوليس په جدي توګه قوانين اجرا کوي او د قوانينو له مخې مجرمينو ته سزا ورکوي. چين يو ځل بيا ځېنو امريکايانو ته خبرداری ورکوي چې هر هغه ناوړې موخې به حتماً ناکامه شي او د هانکانګ د وطنوالو په شمول ټول چينايان به يې هېڅکله ونه مني چې د (په يو هېواد کې دوه نظامونه) نظام او د هانکانګ سمسورتيا او امنيت په زيان وي او د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو کې لاسوهنه کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای