CRI Online

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د موټر بم يوې چاودنې ۱۴ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2019-08-08 12:22:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين خوشال سادات د اګست په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې د همدې ورځې په سهار د دغه هېواد په پلازمينه کابل کې د موټر بم يوې چاودنې کې ۱۴تنه وژل شوي او ۱۴۵ تنه نور ټپيان دي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې پر افغان طالبانو نيوکه او غندنه وکړه چې ياده چاودنه تر سره کړې ده او څرګنده يې کړه چې افغان امنيتي ځواکونه به په مداومه توګه د افغانستان په قلمرو کې له طالبانو وسله والو سره مقابله وکړي.

د معلوماتو له مخې، پر ځايي وخت د اګست د ۷مې نېټې د سهار په نهو بجو، يو موټر چې له چاودېدونکو موادو څخه ډک کړای شوی و، د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې د دروازې په وړاندې ورته چاودنه ورکړای شوه. افغان طالبانو د دغې چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای