CRI Online

پاکستان له هند سره د ډيپلوماتيکېو اړيکو درجې د ټيټوالي او د دوه اړخيزو سوداګريو د پرې کولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-08 12:36:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د صدراعظم دفتر د اګست په ۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې پاکستان پريکړه کړې چې له هند سره ډيپلوماتيکو اړيکو درجه يې ټيټه کړې او دوه اړخيزې سوداګرۍ يې ور سره پرې کړي دي.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان په همدې ورځ د ملي امنيت شورا د يوې غونډې مشري وکړه. په دغه غونډه کې د هند د حکومت د يواړخيزو ناقانونه کړنو له امله د حالاتو پر ترينګلتيا او د هند تر کنترول لاندې په کشمير کې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنترول کرښې په شاوخوا سيمه کې پر حالاتو بحث وشو.

د دغه هېواد خارجه وزارت د همدې ورځې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې پاکستان به د دغې شورا د پريکړې له مخې له خپل هېواد څخه د هند لوی سفير وشړي او له هند څخه به د خپل هېواد لوی سفير بېرته راوغواړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای