CRI Online

چين بايد د خپل اقتصاد د ثابت پرمختګ په اتکا سره د امريکا له بدلېدونکو تګلارو سره مقابله وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-08 14:26:16

په دې اړه چې امريکا په دې وروستيو ورځو کې پر چين د بې حده فشارونو تګلارې غوره کړې، د چين څو تنو کارپوهانو وويل، د تجارتي اصطکاک له لارې د چين د پرمختګ د مخنيوي په غرض د ځينو امريکايانو موخه نه شي عملي کېداي. دوی وويل، چين بايد د خپل اقتصاد د ثابت پرمختګ په اتکا او کارولو سره د امريکا له بدلېدونکو تګلارو سره مقابله وکړي.

د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د لوړپوړو خبرو اترو دوولسم پړاو څو ورځې مخکې په شانګهای ښار کې ترسره شو. يوازې تر دغو خبرو اترو شپږ دېرش ساعتونه وروسته، امريکا ناڅاپه خپله ژمنه ماته کړله او اعلان يې وکړ چې د راتلونکي سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه به د درې سوو مليارډو ډالرو په ارزښت پر چيني صادراتو ګمرکي تعرفې لس سلنه زياتې کړي. د چين د دولتي شورا د پرمختګ او څېړنې مرکز د نړيوال اقتصاد د څېړنيزې ادارې پخواني مشر جاو جين پينګ وويل، د امريکا دغې يواړخيزې کړنې په اوساکا کې د چين او امريکا د مشرانو له موافقې څخه څرګنده سرغړونه ده، د تجارتي اصطکاک د سختېدو په اړه د امريکا دغه کړنه به د نړيوال اقتصاد بيااحيا او د بازار باور ته زيانونه ورسوي. ده وويل

(( امريکا پر چيني صادراتو د ګمرکي تعرفې د زياتولو نوې تګلاره غوره کړې، په نړيوال اقتصاد کې به د ناثباتۍ عوامل زيات شي او حتی د نړيوال اقتصاد د کمزوري کېدا سبب به وګرځي. په دې وروستيو ورځو کې د نړۍ د سرمايو او اسعارو په عمده وو بازارونو کې سخت تزلزل رامنځته شوی، له دې څخه ښکاري چې د امريکا دغې کړنې پر بازاري باور ډېره منفي اغېزه کړې ده او دغه اغېزه به د تجارتي اصطکاک له سختېدو سره لا پراخه شي.))

دا لومړی ځل نه دی چې د امريکا حکومت خپلې ژمنې ماتوي او ور څخه سرغړونه کوي. تر دې مخکې هم کله چې د چين او امريکا تجارتي ډلو موافقې کړې، امريکا په يواړخيزه توګه د ګمرکي تعرفې وسيله کارولې ده. د چين د عمومي اقتصاد د څېړنيزې ادارې پخواني مرستيال مشر لين جاو مو وويل، د تجارتي اصطکاک له لارې د چين د پرمختګ د مخنيوي په غرض د ځينو امريکايانو موخه نه شي عملي کېداي. هغه وويل:

((د چين د پرمختګ او ودې بهير عادي نه و، خو د ډېرو ستونزو او ننګونو په ګاللو او حلولو سره يې ترسره کړی، نو چين به هېڅکله د ستونزو او ننګونو پر وړاندې سر ټيټ نه کړي. د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له اوياوو کلونو او د اصلاحاتو او پرمختګ تګلارو د پلې کېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې، د ستونزو د حلولو په برخه کې د چين توان ډېر پياوړی شوی. اوس چين بهرني فشارونه د خپلو اصلاحاتو د پوره ژورتيا او د اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختيا په ځواکونو د بدلولو توان او وړتيا لري. نو د تجارتي اصطکاک په وسيله د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه د ځينو امريکايانو نيت نه شي عملي کېداي. ))

د امريکا لخوا رامنځته شوی تجارتي اصطکاک څه باندې له يو کال راهيسې دوام لري، د چين د دولتي شورا د پرمختګ د څېړنيز مرکز مرستيال مشر وانګ يي مينګ وويل، چين له دغه تجارتي اصطکاک سره د مقابلې عمده لاره د خپلو کارونو ښه تر سره کول دي. چين بايد د خپل اقتصاد د ثابت پرمختګ په اتکا سره د امريکا له بدلېدونکو تګلارو سره مقابله وکړي.

د يوې شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين عمومي اقتصاد د ثابت پرمختګ په حال کې و، عمده معيارونه يې په مناسب چوکاټ کې ساتل شوي او د کورنيو توليداتو ارزښت زياتوالی يې تر شپږ اعشاريه درې سلنې رسېدلی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای