CRI Online

غر ختنه به په المپيک لوبو کې يوه نوې سيالي وي، خو په راتلونکې کې څنګه دغه سپورټ لا مروج کېدلی شي؟

cri     (GMT+08:00) 2019-08-08 15:50:16

د غر ختنې په اړه تاسې څه معلومات لرئ؟ يوازې په فلمونو کې هغه چالاکه او ماجراجويانه حرکتونه ستاسې يادېږي؟ اوس ډېر کسان په مصنوعي غرونو ديوالونو باندې غر ختنه کوي او دغه لوبه اوس د المپيک په نړيوالو لوبو يوه نوې سيالي ده.

په المپيک لوبو کې د شاملېدو له امله، د غر ختنې لوبې ډېر پرمختګ کړی دی. دا د اړوندو ډګرونو د شخصيتونو ډېر پاملرنه جلبوي چې دغه سپورټ څنګه کېدلی شي چې په عامو خلکو کې لا زيات مروج شي.

د غر ختنې تاريخ او شاملان ځوانان دي، نو المپيک ته نوې او تازه وينه ورکولی شي. غر ختنه د تېرې پېړۍ له ۵۰ مې لسيزې څخه پيل شوې ده. د دې لوبې لپاره يوه ډېر مهم ارزښت لرونکې پېښه دا ده چې د تېرې پېړۍ په ۸۰مه لسيزه کې يو فرانسوي چې نوم يې فرانسيس، يو ډول مصنوعي ديوال جوړ کړ او کېدلای شو له يو ځای څخه بل ځای ته انتقال شي. له دې امله غر ختنه کېدای شي چې بې له اطرافي طبعي غر سره په ښارونو کې هم اجرا شي. له دې وروسته داخلي غر ختنه د ورزش په مرکزونو يا کلبونو کې پرمختګ وموندلو. نو ځکه نندارچيان کولی شي چې په المپيک لوبو کې غر ختنه وګوري.

(( په ۲۰۱۸ کال کې د چين د غر ختنې لوبې شمېرنې راپور )) کې، چې د چين د غر ختنې د ټولنې لخوا خپور شوی، دا ليکل شوي چې د غر ختنې د علاقمندان په عمومي ډول ۹۳.۳۰ کلن دي، پکې ۷۳ فيصده علاقمندان ليسانس يا د نورو لوړو د زده کړې درجه لري او له نيمې زيات علاقمندان د چين په بېجينګ، شانګهای او ګوانګجو ښارونو کې اوسېږي، دغه درې ښارونه د چين پرمختللي ښارونه دي. نو ويلی شي چې د غر ختنې علاقمندان د فيشن، لوړ مصرف او لوړو زده کړو درجو په شمول ځانګړتياوې لري.

د المپيک د نړيوالې کميټې په ۱۳۴مه عمومي غونډه کې د دې کميټې مشر توماس باخ وويل، د المپيک د پاريس کميټې لخوا زياته شوې د غر ختنې په شمول څلور نوې سيالۍ د (( المپيک ۲۰۲۰ اجنډا )) له روحيې سره سمون خوري، ځکه چې دغه څلور سيالۍ د جنسي برابرۍ او د سپورټ د ښاري کېدو لپاره ګټورې دي.

اوسمهال د داخلي غر ختنې د خونديتابه او ډاډمنتيا سامان په دوامداره توګه بشپړتيا په حال کې دي او د دې سپورټ لګښت مناسب دی، نو دغه سپورټ زيات امکان لري چې مروج شي.

د چين په چن دو ښار کې د يو سوداګريز غر ختنې مرکز مربي خبريال ته وويل، کله چې په غر خيژي، لوبغاړی بايد د خپل ختل مسير په اړه فکر وکړي، دا نه يوازې يوه بدني روزنه ده، بلکې اراده ټينګوي او ماغزه پخوي. له بلې خوا، غر ختنه ډېرو لازمو موادو ته اړتيا نه لري، په پيل کې يوازې د ختنې يوه جوړه بوټ، امنيتي کمربند او يوې کڅوړې مګنيزيم ته اړتيا لري چې ټول لګښت يې تر زرو يوانو لږ دی.

د چين د سپورټ عمومي ادارې د غر ختنې د مرکز د غر او کنګل ختنې څانګې مشر لي ګو وې وويل، اوس په چين کې د غرختنې شاملان په مسلکي لوبغاړو، محصلينو، سپينه غړۍ او ځوانانو ويشل شوي دي، پکې اکثر شاملان ځوانان دي. هر کال د غر ختنې تولنې لخوا تر سره کېږي د چين د ځوانانو د غرختنې په يو لړ تقريباً ۱۰۰ سياليو کې شاوخوا يو لک کسان ګډون کوي.

غرختنې سيالي په المپيک لوبو کې شامله شوې او د شاملانو شمېره يې هم کمه نه ده، هيله لرو چې په راتلونکې کې دغه سپورټ نور زيات مينوال جلب کړي او لا زيات مروج شي.(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای