CRI Online

د چين د سرو زرو ذخيره په تېرو اتو مياشتو کې د پر له پسې زياتوالي په حال کې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-08 15:46:25

د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين دولت د اګست په ۷ مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې د ۲۰۱۹م کال د جولای تر پايه پورې د چين د بهرنيو اسعارو عمومي ذخيره ۳۱۰۳ مليارډو ۶۹۷ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې په دې جمله کې د سرو زرو ذخيره ۶۲ مليونه ۲ لکه او ۶۰ زره انسو ته رسېدلې او دغه شمېر د جون د همدې مودې په پرتله ۳۲۰ زره انسه زيات شوی دی. د چين د سرو زرو ذخيره په تېرو اتو مياشتو کې د پر له پسې زياتوالي په حال کې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای