CRI Online

د هانکانګ او مکاو د چارو په اړه د چين د دولتي شورا دفتر او په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت نماينده ګۍ د هانکانګ د اوضاعو په اړه يوه ناسته جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-08 15:55:13

د چين مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د هانکانګ او مکاو د چارو په اړه د چين د دولتي شورا دفتر او په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت نماينده ګۍ د اګست په ۷مه نېټه په شن جن ښار کې د هانکانګ د اوضاعو په اړه يوه ناسته جوړه کړه. د چين په ملي ولسي کانګرس کې د هانکانګ استازو، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کميټه کې د هانکانګ غړو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په دايمي ولايتي کميټو کې د هانکانګ غړو، د هغو ټولنو او اتحاديو مشرانو چې له وطن او هانکانګ سره مينه او علاقه لري، د ځوانانو، ښوونې او مسلکي ساحو د پلاويو مسؤلينو او په هانکانګ کې د چيني تصديو مسؤلينو په شمول څه باندې ۵۵۰ تنو په ياده ناسته کې ګډون درلود. ګډونوالو وويل، چې د اوسنيو حالاتو پر وړاندې د زور زياتي مخه نيول او د نظام اعاده کول د هانکانګ پر وړاندې تر ټولو ډېره مهمه دنده ده، نو بېلا بېلې خواوې دې په يووالي سره د هانکانګ د ساتلو، د ( په يو هېواد کې دوه نظامونه) نظام د ملاتړ او د هېواد حاکميت د ساتلو لپاره په ګډه غږ پورته کړي.

د ياد دفتر مدير جانګ شياو مينګ په دغه ناسته کې وويل، مرکزي حکومت د هانکانګ اوسنيو حالاتو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او له ستراتيژيک او عمومي لحاظه کار ميشت کوي. اوسمهال هانکانګ له سترې برخې او اصلي وطن سره له يو ځای کېدو وروسته له ډېرو سختو حالاتو سره مخامخ دی، نو له زور زياتي مخه نيول او د نظام اعاده کول د هانکانګ پر وړاندې تر ټولو ډېره مهمه دنده ده.

نوموړي زياته کړه، موږ هغو ځواکونو ته کوم چې د چين پرضد مبارزه کوي او د هانکانګ په زيان دي، خبرداری ورکوو چې په ناسمه توګه اوسنيو اوضاعو ته ونه ګوري زغم او سړه سينه ساتل بيچارګي او عاجزي نه ده، د هېواد د حاکميت، امنيت او يووالي د ساتلو او د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات د تاًمينولو په هکله د مرکزي حکومت او ټولو چينايانو ټينګې ارادې دې له پامه نه لوېږي. که د هانکانګ حالات لا ترينګلي شي او د هانکانګ خاصې ادارې حکومت له کنترول ووځي، مرکزي حکومت به بې تفاوته پاتې نه شي. د چين مرکزي حکومت د اساسي قانون له مخې د زور زياتي د مخنيوي لپاره زياتې لارې چارې او قوي ځواکونه لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای