CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړه چې په راتلونکو څو اوونيو کې به د امريکا او کوريا ولسي ډيموکراتيک جمهوريت ترمنځ خبرې اترې بيا پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-08 15:56:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د اګست په ۷مه نېټه وويل، د کوريا ولسي ډيموکراتيک جمهوريت په اړه د امريکا اوسنۍ تګلاره نه ده بدله شوې او هيله لري چې په راتلونکو څو اوونيو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې بيا پيل شي.

نوموړي په همدې ورځ د امريکا د بهرنيو چارو له نوي وزير دومينيک راب سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، چې امريکا د ډيموکراتيکې کوريا نويو عملونو ته پاملرنه کوي. ښه خبر دا دی چې د ترمپ حکومت او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ له تماس نيولو وروسته، ډيموکراتيکې کوريا هيڅ ذروي ازموينه نه ده تر سره کړې او د لرې واټن ويشتونکي توغندي نه دي توغولي. اوسمهال دواړه خواوې بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د کتنې د هغې پايلې د پلې کولو لپاره هڅې وکړي چې تېر کال په سينګاپور کې تر سره شوې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای