CRI Online

د اروپا مرکزي بانک خبرداری ورکړ چې د نړۍ د پرمختګ راتلونکې لارې ښايي تنګي شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-09 11:03:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپا مرکزي بانک د اګست په ۸مه نېټه د يوې اقتصادي اعلاميې په خپرولو سره خبرداری ورکړ چې د نړۍ د پرمختګ راتلونکې لار د تنګيدا له خطر سره مخامخ ده.

په دغه اعلاميه کې راغلي، څرنګه چې د کار ځواکونو بازار ثابت دی، نو تر اوسه پورې په نړۍ کې شخصي مصرف د ښه پرمختګ په حال کې دی. خو د پاملرنې وړ دی چې د سږ کال په دوهمه ربعه کې د خدمتي چارو د تهيو د مينجرانو نړيوال شاخص د ټيټوالي په حال کې و، نو شخصي مصرف هم د ټيټوالي له خطر سره مخامخ دی. همدارنګه، په تېرو څو ربعو کې په نړۍ کې د پانګونو زياتوالی د ورو کېدو په حال کې و او عمده لاملونه يې دا دي چې د بې ثابتۍ عوامل زيات شوي او د پيسو د راغونډولو شرايط تنګ شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای