د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند خارجه وزارت د اګست په ۸مه نېټه وويل، چې له هند سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د درجې د ټيټولو په اړه د پاکستان عمل بې دليله دی، او له پاکستان څخه يې غوښتنه وکړه چې پر خپلو تګلارو باندې دې کتنه وکړي او عادي ډيپلوماتيکه لاره دې وساتي.
د هند خارجه وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، هند دا خبر تر لاسه کړی چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په مقابل کې يواړخيز عمل کړی دی. د هند حکومت د ياد عمل په مناسبت خواشيني څرګندوي او له پاکستان څخه غوښتنه کوي چې پر ياده تګلاره دې بيا کتنه وکړي او عادي ډيپلوماتيکه لاره دې وساتي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |