د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قرغيزستان د کورنيو چارو وزارت د اګست په اتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د قرغيزستان پخوانی ولسمشر المازبيک اتامبايف نيول شوی دی. دغه وزارت تائيده کړه چې اتامبايف اوس د کورنيو چارو په وزارت کې تر پلټنې لاندې دی.
د معلوماتو له مخې، المازبيک اتامبايف د ۲۰۱۱م کال له دسمبر څخه د ۲۰۱۷م کال تر نومبر پورې د دغه هېواد ولسمشر و. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |