د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د کورنيو چارو وزارت د اګست په ۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دغه هېواد پوليسو د هغې چاودنې د تر سره کوونکو هويت تائيد کړی چې د روانې مياشتې په ۴مه نېټه په قاهره کې رامنځته شوې وه.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې ياد سړی د اخوان المسلمون سره تړلی د حسم په نوم د يو سازمان غړی دی. دغه سازمان د مصر د حکومت لخوا د ترهګريز سازمان په توګه پېژندل کېږي. پوليسو د يادې چاودنې د طرحه کوونکو پر دوو پټنځايونو بريد کړی او ۱۵ ترهګر يې وژلي او ګڼ شمېر نور يې نيولي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |