CRI Online

فلسطين د اسرائيلو غندنه وکړه چې د يهوديانو د استوګنې سيمه پراخوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-09 11:10:24
فلسطين د اسرائيلو غندنه وکړه چې د يهوديانو د استوګنې سيمه پراخوي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، فلسطين د اګست په ۸مه نېټه د اسرائيلو د هغې کړنې غندنه وکړه چې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د يهوديانو د استوګنې سيمه پراخوي.

د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند نبيل ابو رداينح په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د اسرائيلو دغه کړنه د م م د امنيت شورا له ۲۳۳۴مې پرېکړې څخه سرغړونه ده او فلسطين به د اسرائيلو دغې کړنې ته ځوابي عمل وښيي.

د اسرائيلو لومړي وزير نيتانياهو د اګست په اتمه نېټه د اردن سيند د لوېديځې غاړې د يهوديانو د استوګنې ودانيو د ۶۵۰ کورونو د بنسټ ايښودلو په مراسمو کې ګډون وکړ او و يې ويل چې په دغه سيمه کې به د يهوديانو د استوګنې لا زياتې ودانۍ جوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای