د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا والستريت ژورنال ورځپاڼې د اګست په ۸مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره د ترمپ حکومت ته خبرداری ورکړ چې غلطه تجارتي تګلاره به د امريکا د اقتصاد د بېرته پر شا تګ سبب وګرځي.
په دغه مقاله کې چې سرليک يې دی:( د ناوارو پر شا تګ )، د سپينې ماڼۍ د دولتي تجارتي کمېټې پر مدير پيټر ناوارو نيوکه کړې. په دغه مقاله کې راغلي چې که څه هم مخکې تردې د مالياتو د کمښت او د څارنې د تقليلو په اړه د ټرمپ حکومت د تګلارو پر اساس د امريکا اقتصاد زيات شوی، خو په ۲۰۱۸م کال کې له نورو هېوادونو او سيمو سره د امريکا د تجارتي اصطکاک له ترينګلتيا راهيسې، د امريکايي تصديو باورونه او پانګونې د کمښت په حال کې دي چې د امريکا پر اقتصادي زياتوالي باندې يې منفي اغيزه کړې ده. اوسمهال د امريکا اقتصادي زياتوالي انډول له ٪۳ څخه ٪۲ ته ټيټ شوی او هره مياشت د کاري فرصتونو د منځنی شمېر له ۲۰۱۸م کال څخه تر سږ کال پورې له ۲۲۳ زره څخه ۱۶۵ زرو ته ټيټ شوی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |