CRI Online

د امريکا څو تنو اقتصادپوهانو د اسعارو د تبادلوي ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو په لېست کې د چين له شاملولو سره مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-09 15:02:42

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د امريکا څو تنو اقتصادپوهانو په تېرو څو ورځو کې له دې سره مخالفت څرګند کړی چې د امريکا د ماليې وزارت د اسعارو د تبادلوي ارزښت د کنترولوونکو هېوادونو په لېست کې چين شامل کړی دی. هغوی څرګنده کړه چې د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت ټيټوالی د بازار د رول د لوبولو پايله ده. د امريکا د ماليې وزارت دغه پريکړه به د نړيوال اقتصاد زياتوالي ته زيان ورسوي.

د امريکا د نوبل اقتصاد جايزې ګټونکی پاول قروګمان د نيويارک ټايمز په ورځپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، د امريکا ځېنو سياستوالو ويلي چې د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت ټيټوالی کنترولوونکی حالت دی. رښتيا ده چې مخکې تر دی امريکا ګواښ کړی چې پر چيني توليداتو د ٪۱۰ اضافي تعرفه لګوي، نو په دې مناسبت د ژن مين بې يوانو ارزښت په طبيعي توګه ټيټ شوی، د چين قصدي عمل نه دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای