د افغانستان د فلمونو فستيوال د اګست په درېيمه نېټه په کابل پوهنتون کې پرانيستل شو او تر اتو ورځو پورې به دوام ولري. دا د طالبانو رژيم تر ړنګېدو وروسته د افغانستان د فلمونو لومړی فستېوال دی. د دې هېواد د افغان فلم اړوندو کارکوونکو هيله وښودله چې د دې فستېوال په ترسره کېدو سره په دې هېواد کې فلمي کلتور او هنر خپور شي او په دې برخه کې لا زياتې پانګونې راجلب شي څو چې د افغانستان فلمي چارې بيااحيا شي.
لومړی عکس: د افغانستان د فلمي شرکت عمومي منيجرې سهرا کريمي د دې فستيوال په مراسمو کې وينا وکړه.
دوهم عکس: د دې فستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې ګډونوال
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |