CRI Online

ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا د کيم جون اون يو پيغام تر لاسه کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-10 15:59:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۹مه نېټه وويل، چې هغه د روانې مياشتې په ۸مه نېټه يو ځل بيا د کوريا ولسي ډيموکراتيک جمهوريت د مشر کيم جون اون يو پيغام تر لاسه کړ. هغه باور څرګند کړ چې يو ځل بيا به له کيم جون اون سره کتنه وکړي.

نوموړي د همدې ورځې په سهار په سپينې ماڼۍ کې خبري رسنيو ته وويل، چې ياد درې پاڼې لرونکی پيغام ډېر په زړه پورې او فعال دی. خو کيم جون اون په دغه پيغام کې د امريکا او کوريا جمهوريت ترمنځ د اوسني ګډ نظامي تمرين څخه خپل نه رضايت هم څرګند کړ.

ټرمپ وويل، هغه باور لري چې په راتلونکې کې به له کيم جون اون سره کتنه وکړي، خو هغه د دغې کتنې وخت او ځای نه دی په ډاګه کړی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای