CRI Online

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير د دې هېواد پر ولسمشر يمانويل ماکرون د ډونالډ ټرمپ د نيوکې په اړه ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-10 16:00:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې په ټويټر کې د فرانسې پر ولسمشر يمانويل ماکرون نيوکه وکړه، د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جيان يويس لدريان د اګست په ۱۰مه نېټه په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، فرانسه د خپلو نظريو د څرګندولو په وخت کې د نورو هېوادونو اجازې ته اړتيا نه لري.

ډونالډ ټرمپ د اګست په ۸مه نېټه په ټيوټر پاڼه کې وويل، چې ايران له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او له امريکا سره ډيالوګ ته بېړنۍ اړتيا لري، خو ځينو کسانو د امريکايانو په استازيتوب ايران ته پېچلي پيغامونه ورکړي چې د فرانسې ولسمشر ماکرون پکې شامل دی. ټرمپ همدارنګه وويل، چې له امريکا پرته، هيڅ نور کس د امريکا پر ځای خبرې نه شي کولی. هيڅ کس اجازه نه لري چې زموږ استازيتوب وکړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لدريان په دې اړه په ياده اعلاميه کې وويل، چې فرانسې په ملي صلاحيت کې د ايران د مسئلې په اړه خپلې نظريې څرګندې کړې. فرانسه د دې سيمې له سولې او امنيت څخه ټينګ ملاتړ کوي او د ترينګلو حالاتو د ارامولو په هڅه کې ده او د خپلو نظريو د څرګندولو په اړه د نورو هېوادونو اجازې ته اړتيا نه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای