CRI Online

د هند په جنوبي برخه کې د سيلاوونو له امله لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-11 16:03:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند خبري رسنيو د اګست په لسمه نېټه خبر ورکړ چې په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو او د غرونو د ښوئېدو له امله د دغه هېواد په جنوبي برخه کې د قيرالا پراديش او د قارناتاکا سټېټ په ايالتونو کې سيلاوونه رامنځته شوي چې له امله يې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه شوي دي.

د قيرالا پراديش د پوليسو وياند وويل، چې څه باندې ۱۲۰ زره کسان سلګونو بيړنيو مرستندويه اډو ته انتقال شوي. په قارناتاکا سټېټ ايالت کې کابو ۱۶۱ زره کسان په لنډ مهالي ځای کې ميشت شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای