په یمن کې د م م د بشري چارو مسؤلې لیس ګرندي د روانې میاشتې په ۱۱ مه نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د روانې میاشتې له ۸ مې نیټې راهیسې په بیلابیلو شخړو کې ۴۰ کسان وژل او ۲۶۰ کسان نور ټپیان شوي دي.
ګرندي له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې نړیوال قوانین دې پلی شي او د یمن د خلکو امنیت دې وساتي. هغې هم وویل چې د بشردوستۍ سازمانونه به په مداومه توګه ځایي وګړو ته مرستې برابرې کړي.
په همدې ورځ د یمن د جنوب انتقالي کمیټې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دوی په پوره توګه د عدن ښار نیولی دی او له دغه ځای څخه به په شا نه شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |