CRI Online

د دومینیکن ولسمشر د چین له پلاوي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-08-12 09:21:59

د سین هوا اژانس دخبر له مخې د اګست په ۹مه نیټه د دومینیکن ولسمشر دانیلو میدینا د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د بهرنیو اړیکو څانګې معین لي جون په مشرۍ له پلاوي سره وکتل.

ولسمشر میدینا د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټینګیدو له یو کال راهیسې د نتیجو لوړه ستاینه وکړه او ویې ویل چې دومینیکن به د یو او واحد چین پر اصل ټینګار وکړي او د دواړو هیوادونو د ګوندونو ترمنځ تګ راتګ به زیات کړي.

لي جون وویل چې چین به د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ مهمې موافقې پلې کړي او واقعي همکاري به وکړي.

د دې ترڅنګ لي جون د دغه هیواد د بیلابیلو ګوندونو له مشرانو سره هم وکتل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای