CRI Online

فلسطین د اسرائیلو سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-12 10:36:36

فلسطین د روانې میاشتې په ۱۱ مه نیټه د اسرائیلو سخته غندنه وکړه چې پر اقصی جومات یې تیری کړی دی. د فلسطین د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د اسرائیلو حکومت باید هغه پړه په غاړه واخلي چې یهویانو یاد جومات ته په زورزیاتي سره ننوتلي او له دې امله شخړه رامنځته شوې ده. هغه له نړیوالو ټولنو او عربي هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې باید په بیت المقدس او اقصی جومات کې د اسرائیلو د داسې عملونو مخه ونیسي.

د روانې میاشتې ۱۱مه نیټه د لوی اختر لومړی ورځ وه او همدا ورځ د یهودیانو د معبد د ویجاړیدو د یادونې ورځ هم ده نو د اسرائیلو پولیسو په همدې ورځ یاد ځای ته یهودیانو ته د تللو اجازه ورکړې وه خو دا کار د ځایي مسلمانانو د سخت مخالفت سبب شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای