CRI Online

په پاکستان کې د سیلابونو له امله ۱۶۱ تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-12 14:07:05

د پاکستان د ناورینونو د ملي ادارې مرستیال د روانې میاشتې په ۱۱مه نیټه وویل چې سږ کال د جولای میاشتې راپه دېخوا په ټول هیواد کې د سیلابونو له امله ۱۶۱ تنه مړه او ۱۳۷ تنه نور ټپیان شوی دي.

نوموړي چارواکي خبري رسنیو ته وویل چې تر اوسه پورې ۳۴ سړکونه، ۱۴ پلونه، ۵۳ دوکانونه او ۳۲۰ کورونه د سختو بارانونو له امله ویجاړ شوي دي. هغه همداراز وویل چې په خیبر پښتونخوا کې ۵۶ تنه، د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې ۳۵ تنه او په پنجاپ ایالت کې ۲۷ تنه د سختو بارانونو او سیلابونو له امله مړه شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای