د ناروی پولیسو د روانې میاشتې په ۱۱ مه نیټه دا څرګنده کړه چې د اوسلو په شاوخوا یو جومات کې برید تروریستي پیښه بلل کیږي او برید کوونکی یو ناروېژي ځوان دی چې له بهرنیانو څخه د کرکې او تبعیض روحیه لري.
د روانې میاشتې په ۱۰ مه نیټه یو ځایي نارینه د اوسلو په شاوخوا یو جومات ته په زور ننوتلو او ډزې یې وکړې چې په نتیجه کې یې یو کس ټپي شو. د یاد برید کوونکي له نیولو وروسته پولیسو د ده په استوګنځای کې د یوې مړې شوې ښځې جسد پیدا کړ چې د یاد بریدکوونکی خور ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |