CRI Online

د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ۸م پړاو پای ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-13 10:52:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ ۸ م پړاو مذاکرات د اګست په ۱۲مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پای ته ورسېدل. دواړه خواوې وروستۍ موافقې ته لا تر اوسه نه دي رسېدلې، خو څرګنده يې کړه چې خبرې ګټورې او لاسته راوړنې لري.

د امريکايي حکومت استازي زلمي خليلزاد په همدې ورځ په ټويټر باندې ويلي، د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د ۸م پړاو مذاکرات چې د اګست له ۳مې نېټې څخه پيل شوی، په همدې ورځ پای ته ورسېدل. د دغه پړاو مذاکرات په وروستيو څو ورځو کې دواړو خواوو ځينو جذئياتو ته پاملرنه کړې او لاسته راوړنې يې موندلې دي. خو هغه د لاسته راوړنو په اړه نورڅه نه دي ويلي.

د افغان طالبانو وياند ذبيع الله مجاهد په همدې ورځ څرګنده کړه چې د ۸م پړاو مذکرات سخت خو اغېزمن و. دواړه پلاوي به خپلو مشرانو ته اړوند معلومات وړاندې کړي او راتلونکي ترتيبات به وټاکي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای