CRI Online

د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ د سمندري ځواک قوماندان علی رضاتانګسيري: خليج ته د اسرائيلو ننوتل ښايي د جګړې سبب وګرځي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-13 14:34:34

د ايران خبري تلويزيون د اګست په ۱۲ مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د اسلامي انقلابي ګارډ د سمندري ځواک قوماندان علي رضا تانګسيري د اګست په ۱۱ مه نېټه خبرداری ورکړ چې که اسرائيل د سمندري بدرګې په ائتلاف کې شامل شي او خليج ته ننوځي، دا ښايي د جګړې سبب وګرځي.

علي رضا تانګسيري د لبنان له مدين تلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل چې د خليج په سمندري سيمه کې د اسرائيلو هر ډول شتون غير قانوني دی او ښايي د سيمې د شخړې او جګړې سبب وګرځي، امريکا او بريتانيا بايد د هرې ممکنې نتيجې مسئوليت پر غاړه ولري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای