CRI Online

په بغداد کې د وسلو په يو زېرمتون کې د چاودنې له امله ۱ تن وژل او ۳۵ نور ټپيان شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-13 14:36:49

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د عراق د حکومت چارواکي د اګست په ۱۲ مه نېټه وويل چې د همدې ورځې په شپه د دغه هېواد د پلازمينې بغداد په جنوب کې د وسلو په يو زېرمتون کې د چاودنې له امله ۱ عام وګړی وژل او ۳۵ نور عام وګړي او امنيت ساتونکي ټپيان شوي دي.

د اګست د ۱۲ مې نېټې په شپه د بغداد د دورا حوزې د فيدرالي پوليسو مرکز د وسلو په ډيپو کې سخته چاودنه وشوه او لامل يې تراوسه معلوم نه دی. د ځايي اوسېدونکو په قول په همدې شپه د چاودنې اوازونه پرله پسې پورته کېدل او د لوګي تورې لوخړې ليدل کېدلې. د عراق د روغتيا وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغې چاودنې له امله ټپيان د درملنې لپاره روغتونونو ته ليږدول شوي او له نيکمرغه زياتره يې سخت ټپيان نه دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای