CRI Online

د امريکا فدرالي حکومت پر قانوني کډوالو د محدوديتونو نوې قاعده خپره کړه.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-13 15:35:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا فدر الي حکومت د اګست په ۱۲مه نېټه پر قانوني کډوالو د محدوديتونو لګولو نوې قاعده خپره کړه او په امريکا کې د کډوالو د اوږدې مودې پاتې کېدو اقتصادي درشل يې لوړ کړ. دغه قاعده به د راتلونکي اکتوبر په ۱۵مه نېټه نافذه شي.

د دغې قاعدې له مخې، که هغه بهرني اتباع چې غواړي امريکا ته کډوال شي، د عايداتو ټاکلي معيار ته و نه رسېږي يا په ۳ کلونو کې د څه باندې يو کال لپاره د امريکا له عامه ګټو څخه برخمن شي، نو د عامه بار په توګه به وبلل شي. د عامه بار په توګه ټاکل شويو بهرني اتباعو ته به امريکا ته د ننوتلو اجازه ور نه کول شي يا د کډوالۍ امتياز به ترې واخيستل شي.

د يادې قاعدې له مخې، د امريکا د اتباعو او کډوالو خدمتي اداره به د دايمي ميشتوالي اجازې د منظورۍ په وخت کې به د غوښتونکو ښوونه، عايدات، روغتيايي حالت او هغه عوامل تر غور لاندې ونيسي چې ايا د امريکا له عامه ګټو څخه برخمن شوي دي که نه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای