د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د پوهنتونونو ټولنې، د لوړو زده کړو په برخه کې څېړنېزې ټولنې په شمول ۲۲ ارګانونو د اګست په ۱۲مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په احتياط سره کارونه تر سره کړي او په پوهنتونونو کې د چيني زده کوونکو د حقوقو او ګټو درناوي دې وکړي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې په دې وروستيو ورځو کې د پرانيستي خبرتاژ له مخې د امريکا سي ای اې او د نورو ځينو فدرالي حکومتي څانګو چارواکو په دغه هېواد کې د څيړنو په توګه له پوهنتونونو څخه غوښتنه کړې چې د چين حکومت پوري اړه لرونکو څيړنيزو څانګو پر زده کوونکو او کارپوهانو دې نظارت پياوړی کړي. يوازې د زده کوونکو او کارپوهانو د تابيعيت له مخې د دوی د شخصي عملونو نظارت کول د عامه نظام له اصولو څخه سرغړونه ده.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |