CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې د هانکانګ په اړه د امريکا د ناسمو څرګندونو په مناسبت د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-08-14 15:31:54

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۳ مه نېټه د هانکانګ په اړه د امريکا د ناسمو څرګندونو په مناسبت د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال وويل چې ځيني امريکايان د واقعيتونو درناوي نه کوي، تور ته سپين او سپين ته تور وايي او د هانکانګ حالاتو ترينګلي کېدا غواړي.

يو خبريال له هوا چون ينګ څخه پوښتنه وکړه چې د امريکا د عوامو مجلس رئيسې نانسي پيلوسي، د سنا مجلس غړي ميټچ مککونيل، مارکو روبيو او تيډ يوهو پر خپلو ټوېټر پاڼو ليکلي چې د هانکانګ پوليسو له لاريون کوونکو سره زورزياتی کړی او د چين حکومت د هانکانګ ډيموکراسي او ازادي خرابوي. چين پدې اړه څه ويل لري؟

هوا چون ينګ ځواب ورکړ چې امريکا څوڅو ځلې د هانکانګ له روانو ترينګلتياوو سره خپلې اړيکې ردې کړې، خو د امريکا د يادو پارلماني غړو څرګندونو نړيوالو ته پدې اړه نوي شواهد ښودلي دي. دوی د واقعيتونو درناوی نه کوي، تور ته سپين او سپين ته تور وايي، د زور زياتي جنايتونه يې ښه ګڼلي او د بشري حقوقو او ازادۍ غوښتنه يې بللې ده. د هانکانګ پوليس قوانين تطبيق کوي، د قانون له مخې مجرمين نيسي او سزا ورکوي او د ټولنيز نظم د ساتلو لپاره هڅه کوي، خو يادو امريکايانو د هانکانګ پوليسو دغه کارونه د زور زياتي کړنې بللې دي، همدارنګه دوی د هانکانګ اوسېدونکي هڅوي چې د دې سيمې او د چين حکومت په وړاندې ودريږي.

همدارنګه هوا چون ينګ زياته کړه چې په امريکا کې پارلماني غړو ته قانون جوړوونکي ويل کېږي، موږ پدې شک لرو چې د امريکا ياد پارلماني غړي قانون جوړونکي دي که له قانون څخه سرغړوونکي؟ د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او دوی پدې هکله د ګوتڅنډنې کولو حق نه لري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای