CRI Online

په هانکانګ کې د چين حکومت نماينده ګۍ د هانکانګ په نړيوال هوايي ډګر کې د مظاهرچيانو د زورزياتي کړنې په کلکه وغندلې

cri     (GMT+08:00) 2019-08-14 15:34:39

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، په هانکانګ کې د چين حکومت نماينده ګۍ د اګست په ۱۴ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هانکانګ په نړيوال هوايي ډګر کې د اګست په ۱۳ مه نېټه د مظاهرچيانو هغې کړنې په کلکه وغندلې چې د چين د سترې برخې دوه اوسېدونکي يې ووهل او په غير قانوني ډول يې يرغمل ونيول.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې د اګست په ۱۳ مه نېټه د هانکانګ په نړيوال هوايي ډګر کې مظاهرچيانو د دغه هوايي ډګر عادي کارونه له ستونزو سره مخ کړل، د مسافرينو ان د ناروغانو او ماشومانو د لارې مخه يې ونيوله، په بدو الفاظو يې سپکاوی وکړ او پرې يې بريدونه وکړل. همدارنګه دوی د ګلوبل ټايمز ورځپاڼې يو خبريال او د شن جن ښار يو اوسېدونکی ووهل او پر پوليسو يې هم بريدونه وکړل. دوی پر قانون خپلې سترګې پټې کړې، د نورو پر بشري حقونو يې تېری وکړ او د متمدنې ټولنې له سرې کرښې څخه ووتل، د دوی کړنې له ترهګريزو کړنو سره بيخي فرق نه لري. په هانکانګ کې د چين حکومت نماينده ګۍ به په مداومه توګه له اړوندو اړخونو سره ګډه هڅه وکړي چې په هانکانګ کې د هېواد د نورو سيمو د اوسېدونکو امنيت او حقه حقونه وساتي او د قانون منګولو ته د قانون ماتوونکو او مجرمينو د سپارلو په برخه کې به د هانکانګ له پوليسو څخه ټينګ ملاتړ وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای