CRI Online

د چين استازي له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د بشر دوستۍ نړيوال قانون تعهد دې عملي کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-14 16:23:09

د سين هوااژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اګست په ۱۳مه نېټه له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د بشر دوستۍ نړيوال قانون تعهد دې عملي کړي.

جانګ جون په همدې ورځ د بشر دوستۍ د نړيوال قانون د پياوړتيا په هکله د م م د امنيت شورا په يوه پرانيستې غونډه کې وويل چې اوسمهال د نړيوال امنيتي حالات لا پېچلي او سخت شوي دي، خو په څنګ کې ورسره نوي پرمختګونه هم شته، عنعنوي او غير عنعنوي امنيتي ګواښونه دواړه موجود دي او په ځينو سيمو کې وسله والې نښتې دوام لري او حتی ترينګلې شوې چې د نړيوالې ټولنې د زياتې پاملرنې سبب شوې دي. د خبرو اترو له لارې په سوله ايزه توګه د جنجالونو حلول، د بشر دوستۍ د نړيوال قانون ساتل او د نړيوالې بشردوستۍ روحيې ټينګول ستر اهميت لري.

جانګ جون وويل چې د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه په هر حال کې د بشر دوستۍ د نړيوال قانون د مراعات کولو په وړاندې تر ټولو زيات مسئوليت لري او د دوی رول ډېر مهم دی. په شخړو کې د راګيرو سيمو د بېلا بېلو ښکېلو خواوو عملونه دې د بشر دوستۍ د نړيوال قانون تر کنټرول لاندې راوستل شي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای