CRI Online

په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت کمېشنرۍ د امريکا د پارلمان له غړيو څخه غوښتنه وکړه چې د افراطي زور زياتي کوونکو څخه د لېرې اوسي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-14 16:29:22

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د سنا مجلس د جمهوريت غوښتونکي ګوند مشر ميتچ مک کونيل او نورو غړيو مخکې هغه ناسمې خبرې او نظريې کړې چې په زور ځپنه د منلو وړ نه ده او بېجينګ د هانکانګيانو له کورواکۍ او ازادۍ څخه تيروي. د هانکانګ په ځانګړې ادارې سيمه کې د چين د بهرنيو چارو وزارت کمېشنرۍ وياند د اګست په ۱۳مه نېټه ويلي و چې د امريکا د پارلمان اړوند غړيي واقعيتونو ته نه ګوري، تور ته سپين وايي او سپين ته تور وايي، بې دليله د چين مرکزي حکومت او د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې پر حکومت تورنونه لګوي او د افراطي زور زياتي کوونکو لمسون لپاره ناسمې اشارې کوي. چين له دغسې ناسمو خبرو او نظريو سره ټينګ مخالفت کوي او په وړاندې يې احتجاج کوي.

نوموړي وويل چې امريکا په خپل هېواد کې پر پوليسو بريدګرو ته سخته سزا ورکوي، خو په هانکانګ کې د پوليسو قانوني مدنی کارونه چې د قهرجنو او زور زياتي کوونکو مظاهرچيانو د کنترولولو عمل ناسم ګڼي. دا ډېره څرګنده ده چې د امريکا ځينې سياستوال د تبعيضي، مغرضې، او مستبدې روحيې لرونکي دي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای