CRI Online

په افغانستان کې سولې ته لاره څومره اوږده ده؟

cri     (GMT+08:00) 2019-08-14 16:39:07

د تېر کال له اکتوبر راهيسې د امريکا او د افغان طالبانو تر منځ د اتم پړاو مذاکرات د اګست له درېيمې نيټې څخه تر دوولسمې نېټې پورې د قطر په پلازمينه دوحه کې تر سره شول. د افغانستان د سولې چارو په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ټويټرباندې ويلي چې د مذاکراتو دواړو خواوو په تېرو څو ورځو کې په عمده توګه د ځينو تخنيکي جزئياتو په هکله خبرې وکړې او تر ډېره ګټورې وې. د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په همدې ورځ څرګنده کړه چې د ۸م پړاو مذکرات اوږده خو ګټور و. له دغو مذاکراتو وروسته په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو د بهير فرصتونه څومره دي؟ امريکايي پوځ به ژر د افغانستان له جګړې څخه ځان وباسي که نه؟ په دغه هېواد کې سولې ته لاره څومره اوږده ده؟

د دغو مسئلو په هکله د چين د لان جو پوهنتون د افغانستان د مسئلې د څيړنې مرکز منشي جو يونګ بياو وويل چې د امريکا او د طالبانو تر منځ مذاکرات په عمومي ډول د امريکا لخوا د خپلو هدفونو د عملي کيدو لپاره ترتيب شوي او د دغو مذاکراتو په بهير کې هغه اصول نه دي څرګند شوي چې افغانان په خپله خپل هېواد مشري او لارښوونه کوي. خو امريکا د سولې د بيرغ په پورته کولو سره له طالبانو سره د جوړ جاړي کولو دروازه خلاصه کړې ده، نو په راتلونکې کې د افغانستان کورني جنجالونه به په رښتينې توګه کم نه شي.

جو يونګ بياو وويل چې که څه هم اوسمهال په افغانستان کې بېلا بېلې خواوې سولې او روغې جوړې ته په تمه دي، خو د سولې او روغې جوړې د هيلې او تفاهم په اړه مختلفې نظريې لري او کافي تياريانې نه لري او دا ډېره پچيلې ده. د بېلګې په توګه د مهالوېش له مخې د سپتمبر په مياشت کې به د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي، ايا دغه ټاکنې به ځنډول شي که نه؟ د راتلونکي سياسي سيستم او د طالبانو د مقام په شمول د مسئلو په هکله په دغه هېواد کې د مختلفو ځواکونو، قومونو او ټولنو تر منځ توپيرونه لا هم زيات دي. نو سره له دې چې سوله ډېره ارزښتمنه ده لري، خو د کافي تياريانو د نشتوالي په حال کې حتې په مذاکراتو کې لاسته راوړنې موجودې دي، خو رښتينې سوله نه شي رامنځته کولی. يوازې امريکا د خپلو د تاوانونو د کمولو هدف عملي کوي.

د نړيوالو مسئلو د انسټېټيوټ مرستياله څيړونکې لي چينګ يان په دې نظر ده چې دا فعال پرمختګونه دي چې د امريکا او طالبانو تر منځ په تېرو مذاکراتو کې د ځينو اساسي مسئلو په هکله ګډې نظريې تر لاسه شوې دي. په دغو مذاکراتو کې د ترهګرۍ ضد ژمنې، له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو، د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو اترو او د اوربند په هکله څلور جزئيات شتون لري. د اوسنۍ نتيجې له مخې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو د مهال ويش او د ترهګرۍ ضد په چارو کې د طالبانو د تضمين په هکله ځينې ګډې نظريې تر لاسه شوې دي. خو د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو اترو او د اوربند په مسئلو کې لا هم زيات مشکلات او چلنجونه موجود دي. د دغو څلورو مسئلو تر منځ اړيکې ټينګې دي، نو په همدې وخت کې حلول به په دغه هېواد کې حالات بدل کړي، خو اوس يوازې له دغه هېواد څخه د امريکايي پوځ د وتلو لپاره تياريانې شوې دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اګست په يوولسمه نېټه د لوی اختر د لمانځه وروسته په خپله وينا کې څرګنده کړه چې د دغه هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه يوازې د افغانانو لخوا کيدای شي، نه د بهرنيانو لخوا. له دې څخه څرګنديږي چې د افغانستان د سولې تړون بايد د دغه هېواد په داخل کې رامنځته شي، خو د امريکا په شمول د نورو هېوادونو لخوا تر تيبات تر ډېره د منلو وړ نه دي.

امريکا په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان په چارو کې له داخلېدلو وروسته په زرګونو مليارډو امريکايي ډالره لګولي، خو په دغه هېواد کې حالات لا هم ترينګلي دي. په افغانستان کې د دايمې سولې د رامنځته کولو هدف ته رسېدلو فاصله لا هم اوږده ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای